خبرونهامنیت

په هلمند کې ۹ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د وږي ۱۹مه، باختر

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د هلمند د مرکز لښکر ګاه په ګډون د دغه ولایت په باباجي، ناوې او کجکي ولسوالیو کې په اتو پېښو کې نهه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په هلمند کې د جنايي پېښو ګراف راټیټ شوی دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا