(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په هملند کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ بیا رغول کېږي

کابل، د غبرګولي ٢مه، باختر
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د هاشم سارواني لېسې د ودانۍ د بیارغولو چارې پیل شوې.
د یاد ښوونځي د بیا رغولو د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري وویل، دغه لېسه ٦ خونې لري، چې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.
انصاري زیاته کړه، چې د دغه ښوونځي د بیا رغولو چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د دغه ښوونځي زده کوونکي د لېسې ودانۍ په بیارغولو خوښ دي او وایي، چې دغه چاره به یې پر زده کړو ښه اغېزه ولري.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا