امنیت

لس تنه مشکوک کسان ونيول شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

په ځينوولايتونو کې نن دکورنيو  اوبهرنيو ځواکونو په گډو محاربوي عملياتو کې   لس ته مشکوک کسان ونيول شول.

دملي دفاع وزارت ويندوى دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه کسان دکندهار ، ننګرهار، پکتيا  اودلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې دتروريستي  او ورانکارو فعاليتونو په تور له يو کلاشينکوف ، يو پاکستاني پاسپورت اويوې اندازي مهماتو سره نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته