کابل باختردلړم دمياشتې ٢٦ :
په فراه ولايت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز د ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د فراه ولايت د عدليې رييس محمدامان هلالي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د فراه د عدليې رياست ته څېرمه د٥٠٠ مترمربع ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د عدليې وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه اته ديرشو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغه مرکز د جوړولو کار به په اتو مياشتوکې بشپړ شي.
د فراه ولايت سرپرست محمدعمر شيرزاد چې د دغې ودانۍ د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې يې خبرې کولې وويل چې د دغې ودانۍ په جوړيدوسره به د فراه د عدليې رياست دماشومانو داصلاح او روزنې د استوګني د ځاى د نشتوالي ستونزې لرې شي.
همدا اوس هغه ماشومان چې په دې مرکزکې دي؛ په يوه کرايي کورکې استوګن دي.
0 1 دقیقه لوستل