سیاستخبرونهاقتصادTOP

د برېښنا تولیدي پروژو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ۷۷ ترکي شرکت له مرستیال بوراک اونسال سره په کتنه کې، د ګډو همکاریو پر تداوم او پراختیا خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې په هرات کې د بادي او سروبي۲ برېښنا د تولیدي پروژو په برخه کې د پانګونې په اړه هم خبرې شوې دي.

د یاد شرکت مرستیال په یادو پروژو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د کتنې په پای کې، دواړو لوريو د اوبو او انرژۍ پروژو د تطبیق اړوند د دوه اړخیزو همکاریو د تداوم او پراختیا په اړه یو بل ته ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته