نړۍ

په هند کې دمسلمانانو په يو عبادت ځاى کې ددولسو تنو وژل کېدل

په هند کې دمسلمانانو په يو عبادت ځاى کې  نن سهار  دګڼې ګوڼې له امله  دڅلورو تنو په گډون دولس تنه ووژل شول  .

دهند دپي ټي آي   دخبري سايت له خولې دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه چې يوشميرزيارت کوونکې عبادت ځاي ته دننوتو په حال کې و چې  له اندازي څخه دزياتي ګڼې ګونې له امله ترپښو لاندې شول او ووژل شول.

دغه عبادت ځاى  دنوى ډيلي  جنوب لويديځ  ته څيرمه  دمدياپرديش ايالت يوه ښارګوټې ته څيرمه موقعيت لري.

سيمه ييزو پوليسو تراوسه پوري  په دې باب نظر نه دى څرگندکړي.

په هند کې په مذهبي زيارتونو اومعبدونو کې دګڼې ګوڼې له امله مرګ ژوبله معموله ده   چې په  يوه کوچنې  او دمصونيتي  کنترولي اقداماتو پرته ساحه کې دخلکو دزياتي ګڼې  ګوڼې زيږنده دي چې  په نننيو مذهبي مراسمو کې په زر ګونو تنه دمحرم دمياشتې دڅلويښتمي ورځې له امله يې گډون کړي و

ددغه ايالت اعلي وزير شوراج سنګهه  ددغې پيښې په باب دڅيړنې لارښوونه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته