کابل باختر د زمري ٢٧مه
اووه وسله وال مخالفان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ايمل مومند د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه وسله وال مخالفان دغزني د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
مومند زياته کړه، چې په هوايي بريد کې اووه نور وسله وال مخالفان هم ټپيان شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم