امنیت

دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه کړل .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو نن دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې  يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه کړل.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه عمليات  دجلال اباد ښار دشپږمې ناحېې  په مربوطاتو کې  ترسره شول او په ترڅ کې يې لس کلاشينکوفونه ، شپږ لس ډزې ، اته پنځه ډزې ،دوه تومانچې او دملي اردو درې جوړې جامې کشف او ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ، دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو مير احمد دسيد شاه زوى  له دريو ټوکو پاکستاني پاسپورتونو ، دتابعيت  له دريو ټوکو تذکرو له دوو پاکستاني پيژند کارتونو او له يوه جعلي  پيژند کارت سره دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ دخان خيلو دسيمې په مربوطاتو کې نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته