ورزش

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ښوونکى: له بنګله ديش سره لوبه د افغان ورزشکارانو د روحيې د پياوړتيا لپاره ګټوره ده

کانبيرا- کانبيرا تايمز – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
د استراليا د کانبيرا ټايمز ورځپاڼې دکرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان د ګډون په باب يوه مقاله خپره کړې ده چې پکې ويل شوي دي چې د کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان د ټيم ګډون يو افسانوي داستان دى.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پيترکاسګروف د يکشنبې په شپه د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم له غړو سره وکتل.
کانبيرا ټايمز ليکي: د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ښوونکى هيله کوي چې افغان ورزشکاران د ګروپي سياليو او لوبو په لومړي پړاوکې حذف نه شي.
خو د کرکټ يو افغان لوبغاړى ميرويس اشرف ورځپاڼې ته ويلي دي چې دوى د نړيوال جام په لومړى پړاوکې تر فشار لاندې دي.
د کرکټ د نړيوال جام په سياليوکې افغانستان به سبا له بنګله ديش سره لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ښوونکي اندي مولس د کانبيرا ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي چې له بنګله ديش سره لوبه د افغان ورزشکارانو د روحيې د پياوړتيا لپاره ګټوره ده. ځکه د افغانستان د آسيا د اتلوالۍ په سياليوکې بنګله ديش ته په کورکې يې ماتې ورکړې وه.
دى وايي: افغانان د استراليا له سيدني او نورو ښارونو څخه د کانبيرا ښار ته روان دي چې هلته د خپل هيواد ملي ټيم وهڅوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته