تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل /د سلواغې ۱۶مه /باختر
د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وایي: نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره د سیاسي تعامل په لټه کې دی.
د باخترآژانس مفسر لیکي: د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي چې د اسلامی امارت د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندلو په لاره کې پرمختګونه کړي او خپل هدف ته نږدې شوې دي.
هغه دغه راز ویلي: نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره د سیاسي تعامل په لټه کې دی او د اسلامي امارت مشرتابه نړیوالوته ډاډ ورکړی، چې بهرني هېوادونه کولای شي په کابل کې خپلې سیاسی نماینده ګۍ پرانیزي.
هغه زیاته کړې یوشمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانستي او یوشمېر نور به هم دغه شان اقدام وکړي.
دغه څرګندونې د دې ښکارندوی دي چې اسلامي امارت په یوه ارامه دیپلوماسي کې بریالۍ شوې دي چې په افغانستان کې موجود واقعیتونه نړیوالې ټولنې ته تعریف کړي او په پای کې نړیواله ټولنه دغې مسلې ته ملتفت شوي دي چې اسلامي امارت د افغانستان په سیاسي او ټولیزه ټولنه کې یو واقعیت دی او په دغه هېواد کې د تصمیم نیولو یوازنې مرجع په توګه عمل کوي، د نړیووالو او افغانانو ترمنځ د تفاهم او خبرو یواځېنۍ مرجع ده.
په وروستیو ورځو او میاشتو کې د هېواد د دیپلوماسۍ دستګاه په افغانستان کې موجودو واقعیتونو د تعریف لپاره او دا چې اسلامي امارت کولای شي د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې عمل وکړي او د یو دولت معیارونه ولري اغیزمن کارونه یې ترسره کړي او د افغانستان د موقف تثبیتولو لپاره یې هلې ځلې کړې دي.
د اوسلو په خبرو اترو کې د اسلامي امارت د هیِِِئت رسمي ګډون، د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیرانو په وروستى غونډه کې د اسلامي امارت د هیئت ګډون، ایران، ترکمنستان، ترکیې او…… ته د اسلامي امارت د هیئتونوسفر، د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه هیئتونو څخه د کابل کوربه توب، په نږدې راتلونکو ورځو کې په کابل کې د پرمختللۍ ترویکای د غونډې جوړول ټول د دې ښکارندوی دي چې نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ته مخه کړی دی اوغواړي د افغانستان په سیاسي ټولنه کې د یو واقعیت په توګه اسلامي امارت و مني.
مخکې له دې د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي ګوتریش، په افغانستان کې د دغه سازمان پخوانی استازی کای ایدي، یوشمیر امریکایي او استرالیایي سناتورانو له اسلامي امارت سره په تعامل ټینګار ګړی دی.
په همدې ترتیب په کابل کې د یوشمېر هېوادونو د سفارتونو بیا فعالېدل د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت د افغانستان په سیاسي ډګر کې د یو واقعیت په توګه منل شوی دی او داښیي چې د اسلامي امارت په نسبت د نړۍ باوراواعتماد پیاوړی کېږي، افغانستان د اسلامي امارت په شتون کې نه یواځې دا چې نورو ته ګواښ نه دی بلکې د سیمه ییزې همکارۍ اوهمګرايي د نښلولو ټکی دی، د ټاپي پروژې د کار د پیل لپاره د ترکمنستان تمایل، د پاکستان په لور د افغانستان له لارې د اوسپنۍ پټلۍ د جوړولو لپاره د ازبکستان تمایل، د هغو بنسټیزو پروژو د دوام لپاره د ایران تمایل چې کار یې پخوا په افغانستان کې پيل شوی دی ټول د دې ښکارندويي کوي چې په هېواد کې د امنیت په تامینولو سره چې نوښتګریې اسلامی امارت دی د سیمه ییزو همکاریو د فکر او اندېشې د پيل او پیاوړتیا لپاره د نړیوالو نظر پراخ شوی او د همکارۍ روحیه هم پیاورې شوې ده او دا له اسلامي امارت سره د تعامل نتیجه کېدای شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته