کابل باختر دسلواغې ٢٨ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې د هېواد د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛دغه وسله وال مخالفان دپوځيانو په ګډو عملياتو کې چې څلور ورځې مخکې د هوايي ځواکونو په ملاتړ دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي وو ، ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د وسله والوطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
باهر زياته کړه، په دغو عملياتو کې څو ښخ کړاى شوي ماينونه هم کشف او
شنډ شول. پاى ج- ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ