فرهنګ

سانچارکي : رسنۍ دښځو دظرفيت په لوړولو کې اغيزمن رول لري .

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي پرون دپراختيا  په  بهير کې د ښځو  درول ،  رسنۍ  څه ډول له دغه بهير سره  مرسته وکړي   ترعنوان لاندې غونډه کې وويل:  رسنۍ په ټولنه کې دښځو دظرفيت په لوړولو کې اغيزمن رول لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دافغان _ المان دهمکارى بنسټ دپراختيا په بهير کې دښځو درول   او رسنۍ څه ډول کولاى شي له دغه بهير سره مرسته وکړي  تر عنوان لاندې  يوه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين دښځو په پوهاوي اوظرفيت جوړلو کې درسنيو په رول باندې  ټينګار وکړ اوزياته يې کړه  رسنۍ کولاى شي په دريو محورونو خبر رسولو، روزنې او په تصريح کې دښځو لپاره  پروګرام ولري  .
سانچارکي زياته کړه  په دوديزوټولنوکې دنارينه وو او ښځو ترمنځ توپيرونه زيات دى اوښه صفتونه نارينه وو ته او منفي صفتونه ښځوته نسبت ورکول کيږي ده له مدني ټولنې او له هغو ټولو نړيوالو بنسټونوڅخه چې په دې برخه کې کار کوي وغوښتل چې دهراړخيزو پروګرامونو په وړاندې کولو سره دې په هېواد کې  دښځو دظرفيت په لوړولو کې لاسونه يوبل ته ورکړي چې دغه حالت بدل کړي .
په دې غونډه کې دخبريالانو دمصوونيت دکميټې رييس صديق الله توحيدي وويل: په هېواد کې پرښځو ظلم او زورزياتې لاتراوسه پورې  هم يو روا حق بلل کيږي .
ځکه  تراوسه پورې دښځو ملاتړ اوظرفيت جوړونه نه ده شوې او هغوى ته تل په جنسي  نظر کتل شوي دي .
توحيدي  زياته کړه چې په تيرو  څو کلونوکې هغه ظرفيت جوړونه چې دځينو بهرنيو موسسو له خوا دښځو لپاره وشوه لنډ مهال و اوبنسټ  يې  نه درلود .
ددغې غوندې بله وينا واله دافغان ښځو دخبري اژانس رييسه حميرا ثاقب وه چې په ټولنه کې  دښځو دظرفيت په لوړولو  ، وده ، انکشاف او خلاقيت  کې د رسنيو رول اغيزمن وباله اوزياته يې کړه  رسنۍ  دې بايد دښځوپه ژبه  پوه شي او په دقيقه توګه دښځو دارزښتونو په مسئلو تمرکز وکړي   د او پاف دپروګرام مرستيال  بصير عيتق زي دالمان دهمکارى له امله قدرداني وکړه او ددغه شان غونډو جوړول يې دښځو دحالت په ښه والي کې ارزښتناک وباله او ويې ويل دافغانستان ددولت ديوه مهم شريک په توګه له افغانستان سره دالمان همکاري تل دبيلابيلو  برخو دپراختيا په بهير کې دښځو دشموليت ملاتړ کړى دى .
ده وويل چې دغه بنسټ په ځينو ولايتونوکې هم ښځو اونجونو ته روزنيزې  دورې او ارتباطي  پروګرامونه جوړ کړي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته