سیاست

جمهور رئیس غني: د پروني تروریستي برید د قربانیانو په درناوي دې د افغانستان بیرغ د یوې ورځې لپاره نیمه ځوړند وي

کابل باختر د زمري د مياشتې  ٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل د پروني تروریستي برید د ارزونې په موخه د ملي امنیت شورا ځانګړې غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دملي امنیت شورا په کابل کې په لاریون کوونکو پرونى تروریستي برید په سختو ټکو وغانده. شهیدانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هيله وکړه.
محمد اشرف غني امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې له داعشیانو څخه د پروني تروریستي برید چې مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی، د قربانیانو غچ واخلي.
همدارنګه دملي امنیت شورا د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د هېوادوالو د امنیت او په ځانګړي ډول د پروني برید د شهیدانو د تکفین او تدفین مراسمو لپاره جدي امنیتي تدبیرونه  ونیسي.
جمهور رئیس د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د پروني تروریستي برید قربانیانو ته د درناوي په خاطر دې په ټول هېواد او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او ډيپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ د یوې ورځې لپاره نیمه ځوړند وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته