سیاست

جمهورئیس کرزی: زموږ د سولې هڅې دښمنان لري

کابل_باختر د کب د مياشتې ٢ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حافظ عبدالقیوم د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه ولوستله .
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا په مصوبه کې ويل شوي دي چې دغه شورا  د الهي ارشاداتو له مخې چې فرمایي:" وسپاریء امانتونه د هغو اهل ته." د افغانستان مسلمان ملت ته توصیه کوي چې په انتخاباتوکې په فعاله توګه برخه واخلي او خپله رایه چې یو الهي امانت دی هغه چاته ورکړي چې مسلمان، متقي، وطن دوست، خیر غوښتونکی، صادق، عادل، د مظلومانو پلوی، د دیني او سیاسي بصیرت او د اهلیت او لیاقت لرونکی وي.
د هېواد د عالمانوسراسري شورا په انتخاباتوکې په نه لاس وهنې باندې د ټینګار په ترڅ کې وایي چې دغه شورا د خپل دیني او علمي حیثیت په ساتلو او بشپړې بې طرفۍ  سره د جمهوري ریاست له هیڅ نوماند څخه نه ملاتړ کوي او نه یې پرخلاف دریځ غوره کوي خو د دغې شورا غړي د هېواد د نورو اتباعو په څېر کولای شي په انفرادي ډول د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په سوله کې ژوند کول د هر انسان حق بولي او په دې باندې ټینګار کوي چې  سوله یو الهي امر، نبوي ارشاد او زموږ د هېواد ستره او اساسي اړتیا ده. دغه شورا د پخوا په څېر یو ځل بیا دا څرګندوي چې د سولې ټینګښت زموږ د ملت د ټولو دیني او دنیوي چارو د ښه والي لومړی او اساسي شرط دی. په جګړه کې له ښکیلو اړخونو څخه غواړو چې د مذاکرې او مفاهمې له لارې خپل منځي ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او په هېواد کې روانو جګړو او وینو تویدو ته خاتمه ورکړي.
د افغانستان د عالمانو شورا د ستونزو د حل  ښه لاره ډیالوګ ګڼي او  په دوبۍ کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو له مذاکراتو څخه هرکلی کوي او هغه په نیک فال نیسي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د قندهار د عالمانو له وروستۍ اعلامیې څخه ملاتړ کوي چې په هغې کې ليکل شوي دي: موږ د افغانستان په حکومت هم غږ کوو چې د سولې په کارکې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له خارجیانو سره د سولې د ټینګښت لپاره په خپل دریځ کې په ټینګه ودریږي ترڅو هغوی هم د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او په عملي کولوکې یې همکاري وکړي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د عالمانو د سراسري شورا مصوبه په هېوادکې پر ملي مهمو مسلو باندې متمرکزه وبلله، وې ویل: ستاسو په مصوبه کې هم په هېواد کې د راروانو انتخاباتو او هم د سولې د ټینګښت په باب مهم ټکي نغښتي وو چې دواړه  د افغانستان د خلکو د نظرونو څرګندونکي دي.
جمهوررئیس کرزي وویل: د افغانستان ملت هیله لري چې انتخابات په ټاکلي وخت  ترسره شي چې انشاالله  دا کار به ترسره کيږي.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د ۱۳۹۳ لمریز کال په انتخاباتو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
د افغانستان جمهوررئیس همدا راز د هېواد له دیني عالمانو هم وغوښتل چې خلک په انتخاباتوکې ګډون ته وهڅوي.
جمهوررئیس کرزي په هېواد کې د سولې ټینګښت تر ټولو ستره اړتیا وبلله، وې ویل چې اوس د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. ده وویل په مشورتي لویه جرګه کې چې مو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره په عملي ډول د سولې د بهیر د پیلیدلو شرط کیښود د سولې لپاره یو تحرک رامنځته شوی خو لا تراوسه هم زموږ د سولې هڅې دښمنان لري او هغه شخصیتونه چې د سولې لپاره هڅه کوي په شهادت رسول کیږي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: د مولوي عبدالرقیب شهادت دا څرګنده کړه چې لا اوس هم زموږ د سولې د بهیر په لاره کې خنډونه موجود دي.
جمهوررئیس کرزي هیله څرګنده کړه چې ډیر ژر د سولې پروسه پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته