نړۍ

په شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټو الوتکو بريد .

 

ميرامشاه کابل باختر د وري  دويمه :

بې پيلوټه امريکايي الوتکو تيره نيم شپه دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې په بريد سره دوه  توغندي وتوغول چې له امله يې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .

  دغه توغندي داستوګنې  په يو کور او داتاخيلو کلي ته څيرمه په يو موټر لګيدلي دي چې دسرپه زيانونو سربيره يې دوه تنه ټپيان او کور او دغه موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي .

 دپاکستان رسمي خبرځايونو په دې بريد کې دوژل شويو کسانو هويت نه دى اعلام کړى .

  دغه موټر  له شوال ښار ګوټي  څخه داتاخيلو کلي ته  روان و چې دقوماندان حافظ  اوګل بهادر دسيمه ئيزو طالبانو مرکز بلل کيږي

 دديورند له کرښي اخوا په قبايلي سيمو دامريکا داستخباراتي سازمان دبې پيلوټه الوتکو  په بريدونوکې په څو وروستيو کلونو کې دالقاعده په لسګونو تنه مشکوک کسان  او طالبان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته