سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په هېواد کې ترافيکي پېښې د زياتېدو په حال کې دي، ترافيکي قوانين بايد رعايت شي

کابل، د زمري٩ مه، باختر
د هېواد په لويو لارو کې د ترافيکي پېښو زياتوالي په يوې دردناکې ډرامې بدل شوى، چې زياتو مسافرو ته په لويو لارو کې سفر د مرګ او وحشت حکم موندلى دى.
د باخترآژانس مبصرليکي؛ په وروستيو ورځو او مياشتو کې د هېواد په لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي، رسمي سرچينو دغه شان زياتې پېښې ثبت کړې دي او ښيي چې په لويو لارو کې د ترافيکي پېښو ګراف صعودي تګلورى لري او د تېرو کلونو په پرتله زياتې شوې دي.
د کابل – قندهار، قندهار – هرات، کابل – شمال، باميان – دايکنډي، باميان- غور او يو شمېر نورې لويې لارې په وروستيو ورځو او مياشتو کې د دردونکو ترافيکي پېښو ډګر و چې په ځينو مواردو کې انساني تلفات هم رامنځته شوي دي.
زيات عوامل شتون لري چې د هېواد په لويو لارو کې د دغه شان پېښو د رامنځته کېدو سبب شوی، چې کولاى شو دغه عوامل انساني، محيطي او تخنيکي عوامل وبولو.
د ترافيکي پېښو په تخنيکي خبرو کې کولاى شو د سړکونو خرابوالى او د سور کمښت، په سړکونو کې د ترافيکي نښو نښانو نه شتون، په لويو لارو کې د ترافيکو مسلکي کارکوونکو کمښت او نورو عواملو ته اشاره وکړو.
د سړک جوړولو يو شمېر انجينیران وايي هغه سړکونه چې په وروستيو کلونو کې په هېواد کې جوړ شوي دي غيرمعياري او بي کيفيته دي.
د ترافيکي پېښو په چاپيريالي خبرو کې کولاى شو د غره او ډبرو د ښویېد د خطر،
د اوبو څپانده کېدو د ګواښ، زلزلې او د نورو طبيعي پېښو يادونه وکړو خو په ترافيکي پېښو کې د انساني عواملو بحث يو جدي بحث دى، په اصل کې د موټرچلوونکو، سپرلۍ او لارويان دي، چې کېداى شي د يوې ترافيکي پېښې عامل وي، د ترافيکي پېښو په رامنځته کېدو کې زياتره د انتقاد او ملامتي ګوته د موټر چلوونکي په لور ده او د دغې ادعا د ثابتولو لپاره زيات دليلونه هم شتون لري، په داسې حال کې چې موټر چلوونکي له ځان څخه د ملامتي پېټي د لرې کولو لپاره توجيه کوي او دليل وايي.
هغوى د هېواد په لويو لارو کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي يو عامل د سړکونو سور کموالى او له يو سړک څخه په يوخت کې د ډول ډول وسايطو استفاده بولي، په داسې حال کې چې مسافرين او لارويان د مسافر وړونکو وسايطو موټرچلوونکي په ګړنديتوب او د باروړونکو وسايطو چلوونکي د زيات او غيرمعياري بارولو او له ترافيکي قوانينو څخه د نه بلدتيا تورلګوي.
زياتې خبرې او تورونه شتون لري چې د مسافر وړونکو او باروړونکو وسايطو چلوونکي د موټر چلونې په وخت کې له ډول ډول نشه يي توکو څخه استفاده کوي او مقصد د رسېدو لپاره له زيات ګړنديتوب څخه استفاده کوي او د يو موټر چلوونکي چلند او مکلفيتو نه هېروي.
په داسې حال کې چې هر کسب او کار خپل فرهنګ او اخلاق لري، موټرچلوونکي کولاى شي په قانونمند چلندونو سره ځان با فرهنګه او مسووليت منونکي موټر چلوونکى وښيي او د قانون په رعايتولو سره د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
واقعيت دا دى چې زموږ په هېواد کې په ترافيکي پېښو کې زيات موټر چلوونکي رول لري خو د دغه شان پيښو د عاملينو تعقيب او د بخښني فرهنګ د دې سبب شوى، چې سرغړونکي او قانون ماتونکي موټر چلوونکي څرنګه چې لآزمه ده مجآزآت نه شي او په دې ترتيب له قانون څخه تېښته موټرچلوونکو ته په يو عادت بدل شوى دى.
د ترافيکو کارپوهانو له نظره، په هېواد کې د ترافيکي ستونزو د حل او په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي د څرګندولو لپاره.
د ترافيکي کارپوهانو په نظر، په هېواد کې د ترافيکي ستونزو د تعريف او د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه په هېواد کې د سړکونو او لارو خرابوالى، په ځينو مواردو کې په موټر چلوونکو کې د رواني او عصبي ناروغيو شتون، په ښارونو او لویو لارو کې زياته ترافيکي ګڼه ګوڼه او د هغو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو اغیزې دي چې موټرچلوونکي ورسره مخ دي، په داسې حال کې چې اقتصادي او ټولنیز وضعیت د موټر چلوونکو په رواني روغتیا اغیزه لري.
د دغو ستونزو د حل کولو لپاره حکومتي بنسټونه بايد لاس په کار شي مقررات جدي کړي، د سزا ورکولو ډول نه يوازې موټر چلوونکو ته بلکې سپرليو او لارويانو ته هم سخت کړي، په لويو لارو کې د کنټرول لارې چارې د نويو معيارونو له مخې عيار کړي او له موټر چلوونکو د پوښتنې کچه زياته کړي، بله خبره په ښار او له ښار څخه بهر د سړکونو پراختيا ده، موږ په هېواد کې د ښار په سړکونو او لويو لارو کې د ترافيکي زيات حجم شاهدان يو د مثال په ډول، د کابل په شمال کې د شمال لويه لاره د ښار له ترافيکو سره ګډه شوې ده او ناوړه حالت يې رامنځته کړى دى، په ټوليزه توګه په هېواد کې ترافيکي حالت د قانون په نسبت د بې پروايي په دليل پېچلى شوى دى او د دې اړتيا ده چې مسوولين، موټرچلوونکي او خلک د يو بل پر همغږۍ د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي چې اوس زيات انساني تلفات رامنځته کوي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا