کابل باختر دوري ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې په څلور زره جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې په څلور زره جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دغه ولايت کې دکوکنارو د اړولو بهير دوام لري .
2 د یوې دقیقې څخه لږ