ښوونه او روزنه

درې سوه څوارلس تنه ځوانان فارغ شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو د مرکز د نهمې دورې په فارغانو نن د فراغت سندونه وويشل شول.
په دې دوره کې درې سوه څلور ديرشو تنو ځوانانو له شپږومياشتو څخه تريوکال پورې له زده کړو وروسته د بريښنا ، د موټرو ترميمولو ، ولدنګ کاري ، د نلونو دغځولو ، دکمپيوټر ، انګليسي  ژبې  او خياطي له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي .
د باختراژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې  له همدې امله په دغه مرکز کې جوړه شوې وه؛ دکار ، شهيدانو ، معلولينو، کار اوټولنيزوچارو وزيرې آمنې افضلي خبرې وکړې، وزګارتيا او دکارنشتوالې يې زموږ د ټولنې مهمې ستونزې وبللې او ويې ويل:
دغه وزارت  په پام کې لري  چې دکوريا په مرسته دهيواد په پنځو زونونو کې دفني اوحرفوي زده کړو پنحه نور مرکزونه  جوړکړي.
دې څرگنده کړه: د دغه شان مرکزونو نشتوالې د دې سبب شوي دي  چې يو زيات شمېر ځوانان په هيواد کې له کار پرته او وزګار پاتې شي .
آمنې افضلي وويل چې د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو په تفاهم دخصوصي  شرکتونو د اړتيا له مخې، ځوانانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړکيږي او ماهرو روزل شويو کسانو ته به له هيواد څخه بهردکارزمينه برابره شي .
دغه راز دکوريا سفير له بحران څخه وروسته هيوادونو کې د حرفوي زده کړو رول مهم اوګټور وباله او ويې ويل:  هيواد يې هم دغه شان بحران تيرکړى دى.
ده په دې برخه کې د شهيدانو ، معلولينو کار، او ټولنيزو د چارو وزارت سره دخپل هيواد د زياتو مرستو ژمنه وکړه.
په کابل کې دکوريا سفير دغه راز په دې غونډه کې د هغو وسايلو او تجهيزاتو سندونه چې ارزښت يې سل زره امريکايي ډالره بلل شوې دي؛ آمنې افضلي ته ورکړل.
په دغو مرستوکې اويا کمپيوټرونه ، دفوتوکاپي دوه ماشينونه  اوځينې نور وسايل شته چې د افغان کوريا دفني او حرفوي  زده کړو مرکزته ورکړشول .
په دې غونډه کې  دغه راز دکابل والي، د ملي شورا  د مشرانو جرګې د شهيدانو اومعلولينو د چارو دکميسيون  رييس، د افغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو  دخونو دعامل هيئت رييس  او د دغه مرکز آمر هم خبرې وکړې.
په پاى کې آمنې افضلي او په کابل کي  دکورياسفير يوه کوچني مطبعه چې دکوريا له خوا په دغه مرکز کې جوړه شوي ده؛ پرانيسته او ددغه مرکز د اوو برخو د زده کوونکو نندارتون يې وکوت .
ددغه وزارت دکار معين ډاکتر حسام الدين همراه د باختراژنس خبريال ته وويل چې د افغان _ کوريا د فني اوحرفوي زده کړو دمرکزونو دکارنتيجې چې په کابل او بګرام کې شته مثبتې دي؛ ځکه د بګرام دمرکز فارغان په سلو کې سل  او دکابل دمرکز فارغان په سلوکې اووه اتيا دکار په بازارکې شامل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته