سیاست

دمشرانوجرګې رييس په شمشاد نړیوال ټلویزیون برید وغانده

کابل باختر د لړم اوولسمه :
دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار په شمشاد نړیوال تلویزیون برید دبیان په آزادی برید ،جنګي جنایت او دبشریت ضد اقدام وباله .
دمشرانو جرګې ریس نن په شمشاد ټلویزیون کي د دغه تلویزیون له مشرتابه اوژورنالیستانو سره دځان اودمشرانوجرګي دخواشینی او دډاډګیرنې مراتب څرګند کړ او زیاته يی کړه چې اجیر او مزدور ترهګرپداسې کړنوغواړي چې دخلکو غږ چوپ کړي ؛خو خبرنه دي چې داسې کړني به دهیواد د مطبوعاتوستره کورنۍ لا وهڅوي چې دمزدوروترهګرو منحوسې څیرې اوغیراسلامي کړني لابربنډې کړي .دمشرانوجرګې رییس په وروستیوکلونوکې دبیان او مطبوعاتو آزادي ددولت دسترو لاسته راوړنوڅخه وبلله اوڅرګنده یی کړه چۍ د بیان آزادۍ د تعمیم او بنسټیز کولو په لاره کي خبریالانو او درسنیو نوروکارکونکو سترې اونه هیریدونکې قربانی ورکړي دي،مسلم یار په داسي حال کي چي دپیبښي په مهال يي د امنیتي ارګانونو دمیړنیوځوانانو،دشمشاد نړیوالې شبکې دمسؤلینو،خبریالانو او کارکوونکو فداکاري يی وستایله ،ويی ویل چې په ټپي حالت کې هم  ددې تلویزیون ژورنالیستانو خپل مسؤلیت اداکړ اوخلکو ته يې خبرونه اورپوټونه وړاندې کول .
فضل هادي مسلم یار په امنیتي سکتور غږ وکړچې درسنیو اوددوی دکارکوونکو دامنیت په ټینګښت کې لازمه پاملرنه وکړي .    پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته