سیاست

په اسلام اباد کې داستانبول داسيا دزړه دبهير دغړو هيوادونودجګپوړو مقاماتو دغونډې جوړيدل .

کابل باختر د غبرګولى د مياشتې ٦ مه:
داستانبول دبهير _ داسيا دزړه دهيوادونودجګپوړو مقاماتو يوولسمه غونډه دروان کال دغبرګولي دمياشتې په څلورمه نيټه دپاکستان داسلامي جمهوريت په پايتخت اسلام اباد کې جوړه شوه .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې  غونډه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دسياسي  معين حکمت خليل کرزي  او دپاکستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دمعين اعزاز احمد چودري  په ګډ مشرتوب  جوړه شوه دغړو او ملاتړو هيوادونوجګپوړو مقاماتو او دغه راز داستانبول دبهير _ داسيا دزړه دملاتړو سازمانونومسوولينو په متقابلو فرصتونو او انديښنو پورې داړوندومسئلو په باب خبرې وکړې او له تروريزم سره دمبارزې، په افغانستان کې دسولې له بهير سره دملاتړ اوپه سيمه کې دارتباطاتو په ګډون دمهمو موضوعګانوپه باب موافقې ته ورسيدل .
ددغې غونډې برخه وال دنويو امنيتي ګواښونو دتعريف او له دغو ګواښونو سره په مبارزه کې دګډو همکاريو په اړتياباندې په ټينګارسره موافقې ته ورسيدل  چې په دې اړوند ګډ دريځ غوره کړي او داړتياواو له ګواښونو سره دمبارزې په باب په سيمه ئيزو  څرګندو خبرو لاس پورې کړي .
په دې غونډه کې دافغانانوپه مشرۍ اومالکيت  دسولې دخبرو له بهير سره په ملاتړکې دسيمې دهيوادونو په  رول باندې تينګار وشو اوبرخه والو دافغانستان ددولت دسولې دخبروپه اړوند دخپل  ملاتړ اوژمنې  ددوام ډاډ ورکړ .
داسيا دزړه په سيمه کې اقتصادي اړيکې دسيمې داوږدمهال ټيکاو او امنيت لپاره ديوې مهمې موضوع په توګه په دې غونډه کې وڅيړل شوې او برخه والو ټينګاروکړ چې ټولې سيمه ئيزې پروژې  اونوښتونه په داسې  ډول  ترسره شي چې ديوبل بشپړونکي  دي او له سيمه ئيزو  ارتباطاتو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته