امنیت

په هلمندکې ځانمرګى بريد

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوځي اکاډمۍ د دروازې په وړاندې چاودنه وشوه .
د رارسيدلوخبرونو له مخې: دغه پيښه دځانمرګي بريد زيږنده ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو د اکاډمۍ په وړاندې چاودنه وشوه خو له امله يې دسر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب څه ونه ويل .
د پيښې عيني شاهدان وايي: ځانمرګي يرغلګر غوښتل چې په بمونو بارخپل موټر د پوليسو اکاډمۍ ته داخل کړي؛ خو کله چې د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو؛ دغه موټر يې د اکاډمۍ د دروازې په وړاندې وچاوه.
په همدې حال کې په هلمند ولايت کې د ايمرجنسي روغتون ډاکتران وايي چې د دغې پيښې ٥ تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته