پيښور ډيلي تايمز باختردسلواغې دمياشتې ٢١ :
پاکستاني مامورينو د خيبر_ پښتونخوا ايالت د اورکزو ايجنسى د قبايلي سيمې يو مارکيټ ته څېرمه د بم دچاودنې له امله دڅه ناڅه ١٦ تنو د وژل کيدو خبرورکړ.
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې له خولې د باختراژانس د خبرله مخې: دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته په کلايه سيمه کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه وشوه او اووه ويشت تنه ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغه بريد زياتره قربانيان يو خبريال، يوه مليشه او لمونځ کوونکي وو چې د جمعې د لمانځه له اداکولو وروسته، امنيتي پوستې ته څېرمه له يو جومات څخه خپلو کورونو ته روان وو.
دپاکستاني طالبانو ويندوى ددغې چاودنې دمسووليت دادعا په ترڅ کې ويلى دى: ددغه بريد هدف امنيتي ځواکونه وو .
د اورکزو ايجنسى يوه له اوو قبايلي سيمو څخه ده چې د طالبانو مهم مرکزونه پکې دي .
2 1 دقیقه لوستل