خبرونهاقتصادTOP

په هېواد کې د ملي اقتصاد پر ودې، د بانکي سکتور د عادي کولو او د بشري مرستو پر همغږۍ خبرې وشوې

کابل، د ليندۍ٣، باختر

د افغانستان بانک مسوولينو په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان له هيئت سره په کتنه کې د ملي اقتصاد د ودې، د بانکي سکتور د عادي کولو او د بشري مرستو د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې په دې کتنه کې د افغانستان بانک د رياست د دفتر عمومي آمر صديق الله خالد او د دغه بانک د پاليسۍ ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلي د ملګروملتو سازمان د معاونیت د ځانګړي استازي له مرستيال راميزالاکبروف سره د ملي اقتصاد د ودې، د بانکي سکتور عادي کولو او د بشري مرستو د همغږۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک مسوولينو په افغانستان کې د ملګرو ملتو د معاونیت دفتر له فعاليتونو قدرداني وکړه او د هېواد د بشري او اقتصادي حالت په ښه والي کې د دغه سازمان رول اغيزمن بللى دى.

هغوى دغه راز په وروستي يو کال کې په افغانستان کې د بانکي سکتور د لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويلي يې دي، چې د افغانستان بانک ژمن دى تر څو د ملي او نړيوالو قوانينو او مقرراتو په رڼا کې  د هېواد خلکو او کورنيو او بهرنيو بنسټونو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د ملګروملتو سازمان د معاونيت د ځانګړي استازي مرستيال هم په هېواد کې د بانکي آسانتياو په برابرولو کې د افغانستان بانک له همکارۍ مننه وکړه او په دې اړه يې د زياتو همکاريو  ژمنه کړې ده.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا