امنیت

د ملي دفاع وزارت د سرپل ولايت د پيښې د څرنګوالي په باب چې له امله يې د ملي اردو دولس تنه عسکر شهيدان شول؛ تحقيق کوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د ملي دفاع وزارت د سرپل ولايت د پيښې د څرنګوالي په باب چې د ملي اردو ١٢ تنه عسکر د وسله والو مخالفينو په يوه کمين کې شهيدان شول؛تحقيق کوي.
د ملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهر عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي دفاع وزارت يو هيئت د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ ته استولى دى چې د ملي اردو په عسکرو د بريد د څرنګوالي په باب تحقيق وکړي.
په دې بريدکې د ملي اردو عسکروته د سرزيان اوښتى دى چې د ملي دفاع وزارت د خواشينۍ سبب دى او په دې ترڅ کې چې د قربانيانو له کورنيو سره همدردي څرګندوو؛ د عاملينو په مجازاتو باندې ټينګار کوو .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پرون د ملي اردو يو شمېر عسکر د سرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخامخ شول او د ملي اردو ١٢ تنه عسکر له وسله والو طالبانو سره په نښته کې شهيدان او يو شمېر نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته