ټولنه

په بغلان کې د شهيدانو د کورنيو په خاطر د غنمو ويشل پيل شول

کابل / د وري ١٦مه /باختر
په بغلان کې د شهيدانو په کورنيو د غنمو د ويشلوبهير نن د بغلان د والي د مرستيال ذبيح الله احساس په وړاندې پيل شو.
د بغلان د والي وياندې زرينې اماني د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بهيرکې ٦٠ ټنه غنم د شهيدانو په ٦٠٠ کورنيو ويشل کېږي.
د بغلان د والي مرستيال ذبيح الله احساس وويل چې ټاکل شوې ده دهر شهيد په کورنۍ دوه دوه بورۍ غنم وويشل شي.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته