روغتیا

په هېواد کې د پوليو واکسين سراسري کمپاين پيل شو

کابل /دليندې ٢٢مه/باختر
دعامې روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په خپرولوسره په هېواد کې په روان ميلادي کال کې د پوليو واکسين د سراسري کمپاين د وروستي دورې د پيل خبرورکړى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه کمپاين نن د نړۍ د روغتيايي سازمان اود يونيسف ادارې په مالي اوتخنيکي همکارى پيل شو اوټاکل شوې ده په دوو پړاونو کې تطبيق شي.
د دغه کمپاين لومړى پړاو په روانه اوونۍ کې دهېواد په ٢١ ولايتونو کې او دويم پړاويې په راتلونکې اوونۍ کې دهېواد په ١٣ نورو ولايتونو ( قندهار، هلمند،نيمروز، زابل، روزګان، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، غزني ، پکتيکا، بلخ او غور ) کې تطبيقېږي.
د دغه کمپاين هدف د ګوزڼ د ناروغى په وړاندې له ٥ کلنۍ څخه ښکته په ٩ر٩ميليونو ماشومانو د واکسين تطبيق ويل شوى دى.
دعامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد د دغه کمپاين د پيلولو په وخت کې وويل: زموږد تولو ديني اوانساني مسووليت دى چې د اړوکسانو په تېره بيا دهېواد د معصومو ماشومانو د روغتيا اوسلامتيا د ساتنې په خاطرکاراوفعاليت وکړو.
هغه زياته کړه اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې په بشپړې ژمنې سره د پوليو ويروس په وړاندې جدي او ګړندى مبارزه وشي چې د دغې ناروغى جرړې په بشپړه توګه وايستل شي اونور هيڅ ماشوم په دغه وژونکي ناروغى اخته نه شي.
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت مشرتابه له ټولوکورنيوغوښتي دي چې د دغه کمپاين په بهيرکې خپلو ماشومانوته دوه څاڅکي واکسين په ورکولو سره هغوى د دغې وژونکي ناروغى په وړاندې وقايه کړي.
پوليو يو فوق العاده ساري ناروغى دى چې تداوي نه لري.
د دغې ناروغى مخنيوى يوازې د واکسين له لارې امکان لري که چېرې ماشومان د دغې ناروغى په وړاندې واکسين نه شي دغه ناروغى د هغوى د دايمي فلج او ان د مړينې سبب کېږي.
دعامې روغتيا وزارت د معلوماتوله مخې؛ اوس افغانستان د بل هر وخت په نسبت د پوليو له منځه وړلو ته نږدې شوى دى اوپه روان ميلادي کال کې په هېواد کې د پوليو څلور مثبتې پېښې يوه په غزني او درې نور پېښې په کندزکې ثبتې شوي دي.
په تېرميلادي کال کې د پوليومثبتې پېښې ٥٦ ته رسېدلې و.
افغانستان اوپاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تراوسه پورې پوليو پکې په بشپړه توګه له منځه نه دى تللى.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا