کابل باختر دزمري ديرشمه :
دملي امنيت يوه کارکوونکى تيره شپه په روزګان ولايت کې ترور شو .
په دغه کارکوونکي په ترينکوټ ښارکې دوسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو .
دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په موټر او موټرسايکل سپرو يرغلګرو دملي امنيت په دغه کارکوونکي ډزې وکړې او ويې واژه .
ده وسله وال طالبان دروزګان ولايت دملي امنيت ددغه کارکوونکي دترور مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې دملي امنيت ددغه کارکوونکي دترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ