امنیت

په نورستان کې دنهو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دزمري  دوه ويشتمه :
د طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه   تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه  تنه ډار اچوونکي  وژل شوي دي
ده وويل چې ډار اچوونکي په کامديش ولسوالۍ په ځينوسيمو کې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و  چې ډزې پرې وشو ې .  
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
امنيتي مامورينو نن سهار د  نورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو او سيمو څخه  شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
طالبان په افغانستان کې زياتره  په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې  دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي .  چې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
   ختم_ ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته