اقتصاد

په پکتیا کې دوه عصري سړې خونې او د پروسس مرکزونه جوړیږي

ګردیز باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ووايي چې په راتلونکي کال کې به په پکتيا ولایت د شپږو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت دوه سړې خونې او د پروسس مرکزونه کړي.
د پکتيا ولايت د والي وياند عبدالله حسرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دغو سړوخونو کې به هره يوه خونه د پنځه سوه مټريکو ټنو سبزيجاتو او د ميوو د ساتلو ظرفیت ولري.
د حسرت په وينا يادې سړې خونې او د پروسس مرکزونه د شپږو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت په پنځه،پنځه جريبه ځمکه کې جوړيږي چې له مخې به يې د بزګرانو ستونزې تر يوه بريده راکمې شي.
هغه وویل چې د ولایتي ادارې په هڅو او د کرنې وزارت په همکارۍ به په راتلونکي کال کې ګڼ شمېر نورې اساسي پروژې هم پلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته