امنیت

د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۳۵ ترهګر وژل شوي دي

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځوابي ډزو په پایله کې د ۵ داعشیانو په ګډون ۳۵ ترهګر وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
له یادې ډلې ۹ ترهګر د هرات په اوبه ولسوالۍ، ۶ ترهګر د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ، د سلمان اورکزي په نامه د داعشیانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۵ داعشیان د ننګرهار د ده هسکې منيې ولسوالۍ په ګورګوري بازار سیمه، ۴ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د میدان وردګو ولایت په جلرېزاو سیدآباد ولسوالیو او واغجان تنګي سیمه او یو ترهګر د سرپل- جوزجان د لارې په اوږدو کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دوياندمرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: د تېرو څلرویشتو ساعتونو په ترڅ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په لسو سيمو کې له خپلو امنیتي پوستو او خلکو څخه د طالبانو د بریدونو پر مهال ساتنه کړې او د داعش او القاعدې تروریستي ډلو اړوند ترهګرو یې ځلي دي.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۹  ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دویاند مرستیال زیاته کړه، هغه اوربند، چې د روژې دمبارکې مياشتې له ۲۷ څخه د اختر تر ۵ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس له لوري  له طالبانو سره اعلام شوی وو او بیا د ۱۰ نورو ورځو لپاره هم وغځول شو ، د جمهوررييس د حکم پر بنسټ نن شنبه پای ته رسېدلی او د افغان امنیتي ځواکونو تعرضي عملیات به د یادې ډلې پر وړاندې لکه د تېر په څېر له سره پیل شي.  ختم- شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته