
کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې ٧٥٤ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي.
د هغه شمېر له مخې چې نن د دغه وزارت له خوا خپور شو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس ٧٢ تنه مړه شوي دي او يو زرو٢٦٣ تنه روغ شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا هندي ډوله پرمختللي ويروس په چټکى سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې په نړۍ کې د دغه ويروس څلورمه څپه هم پېژندل شوې ده .
د عامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٣٦زره ٦٤٣ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه ٥ زره ٩٢١ تنه مړه شوي دي .
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
\ ذ