ښوونه او روزنه

سلګونه بستونه د لوړو زده کړو وزارت په تشکيل کې زيات شول

کابل/ د وري ٢مه/ باختر جمهوري رياست د لوړو زده کړو وزارت په تشکيل کې ٥٣٧ کدري او اداري بستونه منظور کړي دي. د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه بستونه د نورستان د لوړو زده کړو موسسې په ګډون د ٨١ ديپارتمنتونو په چوکاټ کې، ٢٧ نوي پوهنځي او نوي ديپارتمنتونه شامل دي. پوهنمل بالاکرزي وويل: د دغو بستونو زياتوالي د تحصيلي بنسټونو د ودې او پراختيا، د بشري ځواک د پياوړتيا او د هېواد د لوړو زده کړو د نظام د کيفي لوړتيا په برخه کې يو مهم ګام ګڼل کېږي. هغه زياته کړه: په لومړي ګام کې د هغو پوهنځيو په اړوند چې تشکيل يې منظور شوى دى؛ کار کېږي او په راتلونکې ګام کې به د نورو پوهنحيو او ديپارتمنتونو پر کموالي او اړتياوې تمرکز وشي. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين ډاکټر احمد سير مهجور څرګنده کړه: يوشمېر دغه بستونه د نورستان لوړو زده کړو موسسې ته چې د انډوليز پراختيا او د علم د زده کړې د اړتيا له مخې تاسيس شوې ده؛ ځانګړي شوي دي او په ټوليزه توګه هلي ځلې کېږي چې وړ او په شرايطو برابر کسان په دغو بستونوکې وګومارل شي. ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته