سیاست

دکابينې ددايمي کميټې تخنيکي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دلړم شپاړلسمه :

دنشه يي توکو  او مسکراتو پرخلاف  دمبارزې په چارو کې  دکابينې  ددايمي کميټې  تخنيکي غونډه نن   دطرحه شوې اجندا په باب خبرو په موخه  دصدارت ګلخاني په ماڼۍ کې  جوړه شوه .

  باختراژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي  دغه غونډه کې چې مشرتوب يې   دمنځني اسيا  او دګډوګټو  دهيوادونو په چارو کې دجمهوري رياست  ځانګړي استازي او  دجمهوري رياست د لومړى مرستيال  ستر سلاکار محمد شاکر کارګر  کاوه  ، د کلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره  پيل شوه . 

په غونډه کې ښاغلي کارګر  دوينا په ترڅ کې  دژمي  دفصل  درارسيدو په درشل کې  په نشه يي توکو دروږدو کسانو دراټولولو په برخه کې  دضروري تدبيرونو دنيولو موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل  که چيرې په همدې موخه  اقدامات  ترلاس لاندې ونه نيول شي  يو انساني ناتار به رامنځته شي .

  ښاغلي کارګر دغه راز زياته کړه اړونده  وزارتونه  اوبنسټونه دې بايد په دې باب  خپلې هڅې او تيارى  همغږه کړي  چې وکولى شو  له دغې  جدي ستونزې سره  مقابله وکړو .

  وروسته  دنشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف  دمبارزې په چارو کې  دکابينې ددايمي کميټې  کاري طرز العمل  او دروږدوکسانو په راټولولو اوپه کابل ښار کې هغوى ته دځاى  دتدارک  په وړاندې  داجرااتو په باره کې  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دچارو وزارت  رپوټ  برخه والو ته  وړاندې شول  چې په دې باره کې  مشخصې اصلاحي  نظريې او پيشنهادونه وړاندې شول .

  ددغو نظريواو وړانديزونو په پام کې نيولو سره  پريکړه وشوه چې  دعدليې ، له نشه يي توکوسره دمبارزې  ، کورنيو چارو ، اطلاعاتو اوفرهنګ ، پوهنې ،او دبهرنيو چارو  دوزارتونو او دچارو دادارې دلوى رياست داستازو او دجمهوري رياست  دلومړي معاونيت دروغيتيايي چارو دسلاکار په ګډون يوه کميټه دې  دنشه يي توکو او دمسکراتو پرخلاف  دمبارزې په چارو کې  دکابينې  ددايمي کميټې  دطرز العمل طرحه  يوځل بيا وڅيړي  اودغو اصلاحي نظريو ته دې  پکې ځاى  ورکړي  او  اصلاحي متن دې  دنشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف  دمبارزې په چارو کې  دکابينې  ددايمي کميټې  تخنيکي غونډې ته وړاندې کړي .

  غونډې دغه راز پريکړه وکړه چې  دماليې  او دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو دوزارتونواو دکورنيو چارو وزارت  له نشه يي توکوسره دمبارزې  دمعينيت  مسوولين دې  دجمهوري رياست دلومړى مرستيال  ستر جنرال  عبدالرشيد دوستم په مشرۍ په يوه غونډه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې  او له کابل ښار څخه په نشه يي توکو دروږدو کسانو  دراټولولو له چلنجونوسره  دمقابلې مسئله  وڅيړي  اوپه دې باب دې  بيړني  تدبيرونه ونيسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته