کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٧نيټه
په غزني ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اووه تنه ووژل شول .
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان دغزني ولايت د تاسنګ ولسوالۍ په سيمه کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د عبدالله په نامه د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
نوري زياته کړه: په دغو عملياتو کې شپږتنه وسله وال طالبان ټپيان او درې تنه نور نيول شوي دي .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ