کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
دآلمان دفوټبال دلومړى لاس سياليو په دوام نن مازيګر دظريبورګ ټيم دهامبورګ له ټيم سره او دمونشن ګلاتباخ دفرانکفورت له ټيم سره سيالي کوي .
تراوسه پورې د بايرمونيخ ټيم دجدول په سرکې ځاي لري دورتمند او بايرلورکوزن ټيمونه په دويم دريم مقامونو کې ځاى لري.
دباختر آژانس دخبرله مخې : ددغو سياليو په سرکې تيره شپه دمانيز ، بايرکوزن ، بايرمونيخ ، دورتمند،هافنهم ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول او دولسبورګ او د وردربرمن ټيمونو سيالۍ له ګول څخه پرته برابرې پاى ته ورسيدې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ