سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

-کابل باختر د  زمري پنځمه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې  په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې له تروریزم او وېرې خورولو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وسله وال پوځ شهامت او مېړانه وستایل شوه او د هېواد د سولې او ثبات د تامین په برخه کې یې د هغوی د لا ډېر بریالیتوب هېله وکړه.
د عدلیې وزیرعبدالبصیر انور د قونسلي خدمتونو د محصولاتو قانون طرحه په ۳ فصلونو او ۲۴ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابینې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې د عدلیې، بهرنیو چارو، لوړو زده‎کړو او ترانسپورت وزارتونه موظف کړل چې یاده طرحه د بهرنیو چارو وزارت د صلاحیتونو په ابعادو، د خصوصي سکتور یا اسان خدمت له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي ، د  اسنادو د تصدیق د مراجعوزیاتوالی او د هېوادونو په اساس د محصولاتو تنظیم په هغو هېوادونو کې د استوګنوافغانانو مالي امکاناتو ته په پام، د دولت وارداتو ته د بانک له لارې د عوایدو تحویل، له ترلاسه شویو عوایدو څخه د سفیرانو او سیاسي کارکوونکو د سفرونو د برداشت سلب صلاحیت کولو ته بیا کتنه وکړي او د کابینې راتلونکوغونډو ته یې وړاندې کړي.
د عدلیې وزیر د رسمي اسنادو د ژباړې او تصدیق چارو قانون په ۵ فصلونو او ۱۹ مادو کې غونډې ته وړاندې کړ. کابینې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونه موظف کړل چې په قانون کې د ژباړې معیار واضح او د یادې طرحې دریمه او څلورمه ماده کې لازمې سمونې (تصحیح) وکړي او دغه طرحه د غونډې د یادونې مطابق تصحیح او نهایي کړي.
وروسته په مدني شخړو کې د اصلاحي جرګو د قانون طرحه په ۴ فصلونو او ۲۸ مادو کې د عدلیې وزیر غونډې ته وړاندې کړه. کابینې له تفصیلي بحث وروسته د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې د عدلیې، سرحدونو او قبایلو، ښځو چارو وزارتونه، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازی او سیمه‎ییزو ارګانونو اداره موظف کړل چې د سترې محکمې په همکارۍ دې د مدني شخړو د ثبت مرجع د ټاکلو، د مصلحینو د وظایفو صراحت معلوم او طرحه دې د جرګو د منلو دودونو او میکانیزم ته په کتو سره سمه او د کابینې وروستیو غونډو ته وړاندې کړي.
د عدلیې وزیر د جسدونو د راټولولو، خپلوانو ته سپارلو یا د هغوی د خښولو مقررې طرحه په ۳ فصلونو او ۱۲ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابینې له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه تصویب کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د هغې د پړاونو د بشپړولو اقدام وکړي.
وروسته د عدلیې وزیرد قانون جوړونکي علمي انستیتیوت علمي کدر غړو او د علمي-حقوقي تحقیقاتو او نورومشابه مسلکي کدرونو قانون د تعدیل طرحه، وړاندې کړه. 
کابینې له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه په عنوان کې (د ټولومشابه مسلکي کدرونو) جملې په لیري کولو سره  تائید کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې طرحه د غونډې د یادوونو سره سمه او نهایي کړي.
دغه راز د لوړو زده‎کړو، مالیې، کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو، معارف او عامې روغتیا وزارتونه یې د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې موظف کړل، چې د علمي کدرونو لرونکو ټولو ارګانونو سره په همغږۍ یاد کدرونه طبقه بندي کړي، پالیسي یې ترتیب او د یادو بنسټونو د علمي کدرونو د حقونو لپاره جلا مقرره ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د عدلیې وزیر د ملکي بورسونو د تنظیم مقررې طرحه په ۶ فصلونو او ۳۵ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابینې له هراړخیز بحث وروسته د عدلیې، مالیې، لوړو زده‎کړو، کار،ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون موظف کړ چې دغه طرحه بیا وګوري او یاده مقرره د کابینې راتلونکوغونډو ته وړاندې کړي.
اد مالیې وزیر د۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه کې په انکشافي بودجه کې د ضمیمې په توګه د ۴۱۹.۶۹ میلیون افغانیو د زیاتوالي په اړه د مالیې وزارت وړاندیزغونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه چې د اسیايي پراختیایي بانک  له مرستو څخه دا زیاتوالی د کلیو پراختیا وزارت اړوند د هېواد په شمال کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د بیارغاونې پروژې ، د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند د ملي تدارکاتو ادارې د ملاتړ پروژې لپاره د افغانستان بیارغاونې امانتي صندوق لپاره د مالي اجرااتو د ښه والي پروژه چې د مالیې وزارت اړوند دی، تصویب شو. 
دغه راز د مالیې وزیر د ۱۳۹۵ مالي کال د CBR برنامې د پلي کیدو د پرمختګ په اړه د هغه وزارت کلنی راپور د دې برنامې له لاسته راوړنو او ننګونو سره یو ځای  له اصلاحي وړاندیزونو سره غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې له مفصل بحث وروسته هغه وزارتونه چې د خپلو کدرونود استخدام پروسه یې نه ده نهایي کړی موظف کړل چې د دوو ورځو په لړ کې  په هغه اړه خپل وړاندیزونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته واستوي.
په همدې ترتیب د چارو ادارې عمومي رئیس او د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون موظف شول چې د وزارتونو په تشکیل کې اصلاحات  راولي او په لومړي ګام کې دې د پنځو هغو وزارتونو تشکیلات چې ډير عواید لري، نهایي او وروسته دې هره اونۍ د نورو وزارتونو په تشکیلاتو کې اصلاحات نهایي او پایلې دې د راپور لمخې جمهوري ریاست ته وړاندې شي.
وروسته د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې سرپرست د ولایتونو په اړه د وزارتونو تعهدات غونډې ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ۲۶ سلنه تعهدات بشپړ شوي، ۲۶ سلنه نور تر کار لاندې دي او ۴۸ سلنه نور یې د متعهدو بنسټونو له لورې نه دي عملي شوي.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته وزارتونه او والیان موظف کړل چې د خپلو تعهداتو راپورونه په مستمر ډول د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې ته واستوي او د سیمه‎يیزه ارګانونو اداره یې مکلفه کړه چې د هېواد د وزارتونو او ولایتونو د تعهداتو د نه اجرااتو دلایل په یوه اونۍ کې جمع‎بندي کړی او هغه ستونزې چې په وزارتونو د دې ولایتونو په اړه د اجرااتو مانع ګرځي طبقه بندي او جمهوري ریاست ته دې راپور ورکړي.
په همدې ترتیب دې په هره میاشت کې یو ځل له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د وزارتونو د تعهداتو د کار د پرمختګ په اړه جمهوري ریاست ته راپور ورکول شي. 
وروسته د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د ځمکو د لیږد اړوند موضوعګانې په لاندې ډول غونډې ته مطرح کړې:
• د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند د ملي امنیت د ودانۍ د جوړولو په خاطر د ۲ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
• د تخار ولایت مرکز تالقانو ښارکې د عدلیې وزارت اړوند د کوچنیانو د روزنې مرکز امریت ودانۍ د جوړولو لپاره د ۲ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
• د میدان وردګو ولایت اړوند د قول‎مرجان سیمه کې د بدنې روزنې عمومي ریاست اړوند د جمنازیوم او ورزشي سټوډیم جوړولو په خاطر د ۷.۸ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
• د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار بازار سیمه کې د افغانستان کرکټ بورډ ریاست له لورې د کرکټ لوبغالي د جوړولو په خاطر د ۲۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
کابینې له هراړخیز بحث وروسته د پورته یادې شوې ځمکې انتقال د کابینې د ۱۲ ګڼې مصوبې د ۱۵ فقرې مطابق تایید کړ.
د غونډې په پای کې د بین المللي معاهداتو څلور مورده د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین غونډې ته وړاندې کړل چې تایید شول.#پ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته