ښوونه او روزنه

دلوګر ولايت دپوهنې رياست دتدريسي معاونيت څوکۍ يوې ميرمنې ته وسپارل شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
په لوګر ولايت کې دلومړي ځل لپاره يوه ښځه بريالۍ شوه  چې دپوهنې رياست دتدريسي معاونيت  څوکۍ ترلاسه کړي .
دلوګر دپوهنې رياست وياندمحمدشاهپورعرب باخترآژانس ته وويل :د جمهور رئيس دلارښوونې له مخې دپوهنې رياست دتدريسي معاونيت په پست کې ښځې وګومارلې شي  چې دهېواد دجمهوررئيس دلارښوونې له په پام کې نيولوسر ه  دغه پست داوطلبي ته وسپارل شو چې له رقابتي آزموينې وروسته مينه سادات په دې پست کې بريالۍ شوه .
مينه سادات  مخکې له دې  دمحمداغې ولسوالۍ په دارلمعلمين کې دملاتړيز مرکز  داستادې او مديرې په توګه دنده ترسره کوله .
تراوسه پورې  دلوګرولايت په دولتي ادارو کې دښځو  رول پيکه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته