خبرونهTOPټولنه

په وروستيو اتو مياشتو څه د پاسه ٧٠ زره بېلابېلې قضيې او وثيقې څېړل شوې دي

کابل ، د غبرګولي ١١مه، باختر
د هېواد د سترې محکمې مسٶلين وايي چې د سترې محکمې او تر اثر لاندې محاکمو له خوا د (١٤٠٠) هجري لمريز کال په وروستيو اتو مياشتيو کې، ١٧ زره ٨٩٦ جزايي، حقوقي او مدني قضيې او ٥٣ زره ٢٧٦ وثيقې څېړل شوې دي.
باختر آژانس ته د افغانستان اسلامي امارت د قضاٸيه قوې د معلوماتو له مخې، په ابتداٸيه مرحله کې ٤ زره ٣٠٦ جزايي قضيو او ١٠ زره ٥٤٤ حقوقي او مدني قضيو ته رسيدګي شوې ده.
دغه راز، په استيناف مرحله کې ٧١٣ جزايي او يو زره ٤١٩ حقوقي او مدني قضيې څيړل شوې دي.
همدا رنګه، په تميز مرحله کې د ٦٩١ جزايي او ٢٢٣ حقوقي او مدني قضيو په اړه اجراآت شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې ٥٣ زره ٢٧٦ وثيقو ته هم د سترې محکمې او تر اثر لاندې محاکمو له خوا رسيدنه شوې ده.
وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا