ټولنه

د هوا د ککړتيا د مخنيوي کمېسيون خپل کارونه کړندي کړي دي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
له هغه وروسته چې د هېواد جمهوررييس د هوا د ککړتيا د مخنيوي کمېسيون ته ١٠ ورځې وخت ورکړ چې په کابل کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره اساسي تدبيرونه ونيسي؛ د دغه کمېسيون مسوولين ادعا کړې ده چې په دې برخه کې جدي کار پيل کړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې د اطلاعاتو آمر سخي سخا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې جمهوررييس د هوا د ککړتيا د مخنيوي  کمېسيون له کارونو څخه راضي نه دى او په همدې موخه يې د دغې ادارې رييسانو ته ١٠ ورځې ضرب الاجل وټاکه او د هوا له ککړتيا څخه يې د خلکو د ژغورنې لپاره د څرګندو پروګرامونو غوښتنه وکړه.
سخا زياته کړه چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې ککړتيا له منځه نه ځي او په همدې موخه د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې پنځه کلن پروګرام چې ټولې اړوندې دولتي او غير دولتي ادارې چې پکې شاملې دي؛ چمتو او مياشتنۍ غونډې يې جوړوي او خپل کاري رپوټونه شريکوي، خو جمهوررييس دضرب الاجل په ټاکلو سره د کمېسيون د کار د زيات جديت غوښتنه کړې ده.
د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي د هوا د ککړتيا د مخنيوي کمېسيون په اړه وويل چې دغه کمېسيون له دولتي او غيردولتي ادارو او بنسټونو څخه جوړ شوى دى چې په دې برخه کې کار کوي او د ژوندانه چاپېريال ساتنې اداره د دغه کمېسيون د همغږۍ مسووليت په غاړه لري او د کمېسيون غړي په غونډوکې خپل کارونه شريکوي. 
د دغو پروګرامونو تحقيق وخت ته اړتيا لري؛ خو د جمهوررييس د لارښوونې له مخې  د تحقيق بهير زيات  ګړندى شوى دى.  
هغه د هغو طرحو په اړه چې اړوندو ادارو دغه کمېسيون ته وړاندې کړې دي؛ وويل: د ژوندانه چاپېريال ساتني اداره په ژمي کې په اوونۍ کې د يوې ورځې رخصتۍ، کابل ته د بار وړونکي موټرونو د تګ راتګ د تنظيم، د ډبرو سکرو د استفادې د کمښت لپاره د اوبلن ګازو د بيې او کيفيت د ثابت ساتلو، د اپارتمانونو د تودولو سيستم د څارنې، د هوايي څارنې سيستم د جوړولو، د عامه  ترانسپورټ سيستم د جوړولو، د پوهاوي  ورکولو کمپياين، له ماسکونو څخه د استفادې، د نيالګيو د اېښودلو او د هغو د ساتنې وړانديز کړى دى.
د هواککړتيا هغه ستونزه ده چې هرکال د ژمي په موسم کې د کابل خلک ورسره لاس او کريوان دي او سلګونه کسان له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېږي.
د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمد کاظم وويل چې په پايتخت کې د هوا ککړتيا د انديښنې وړ ده،  په همدې دليل د هېواد جمهوررييس د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې ته وخت ورکړ چې په لسو ورځوکې دې عملي، هراړخيز او د تطبيق وړ پروګرام وړاندې کړي.                      هغه د چارو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د خلکو سلامتيا ته پاملرنه د ټولنې سلامتيا ته پاملرنه ده او بايد په دې برخه کې ژر اقدام وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته