ټولنه

د ٥٥٠ مترو په اوږدوالي د مخافظتي ديوال د جوړولو کار بشپړ شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه : د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت، د احتمالي سيلاوونو د راوتلو له امله د ګواښونو د مخنيوي په موخه په کاپيسا ولايت کې د ٥٥٠ مترو په اوږدوالي د يو محافظتي ديوال د جوړولو کار بشپړ کړ. د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد وويل چې دغه ديوال د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د دره باغ په کلي کې په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه او بڼونه د سيلاوونو له خطرڅخه خوندي کړي دي. بهزاد زياته کړه چې د دغې پروژې لګښت څه دپاسه شپږ ميليونه افغانۍ اټکل شوې دي چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام د ملي پروګرام له خوا ورکړى شوې دي. پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته