سیاست

اجرائيه رئيس په پکتیا کې د پېښې ځاى وکوت

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي ( پرون له ملکي او پوځي مسوولینو سره یو ځای د پېښې سیمې ته ورغی او وضعیت یې له نږدې وارزاوه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
اجرائيه رئیس د پکتیا امنیه قومندان شهید جنرال عبدیاني او د وسله والو ځواکونو د نورو شهیدانو چې په پېښه کې شهیدان شوي وو، روح ته دعا وکړه، د هغوی مېړانه او شجاعت یې وستایه چې په وخت او سرعت سره یې برید مهار کړ.
اجرائيه رئيس د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته ډاډ ورکړ چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د هغوی خپله کړې لار، د دې هېواد د حق، عزت او سربلندۍ لار ده او د افغانستان دښمنانو لار، د اجیرو باطله او د ذلت لار ده.
اجرائيه رئيس همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د ملي یو والي حکومت د هغوی ترڅنګ دی او ترې ملاتړ کوي او وروستیو بریدونو ته به لازم ځواب ورکړ شي.
هغه ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو طالبانو ته د سر درانده زيانونه اړولي او دوی د خپلوماتو پټولواوغچ اخستولو لپاره په دې ډول ډارنو بریدونولاس پورې کوي.#
پاى_ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته