نړۍ

په ورکزي ايجنسۍ کې داووه ديرشو تنو وژنه .

دورکزو ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تند لارو ترمنځ دنښتې له امله يو ديرش تنه تند لاري او درې تنه امنيتي کسان وژل شوي دي .

 دپاکستان د ډي ډاڼ ورځپانې  دخبري سايت دخبر له مخې دغه نښته پرون  په جوګي  سيمه کې وشوه او امنيتي ځواکونو له جنګي الوتکو څخه هم استفاده کړي ده .

 په دې نښته کې  په وژل شويو برسيره څو تنه نور ټپيان شوي دي .

 دهمدي خبر له مخې په دې نښته کې دتند لارو په څو پټنځايونو هم بريد شوي دي او دهغوي درې پټنځايونه ويجاړ شوي دي .

 له بله پلوه په  ورکزو ايجنسۍ کې  په يوه جلا نښته کې دولس تند لاري  او دوه تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او شپږ تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي .

 له هغه وروسته چې يو شمير مليشي دپاکستاني ځواکونو دعملياتو له امله له جنوبي وزيرستان څخه  ورکزو ايجنسۍ ته  وتښتيدلي پاکستاني  ځواکونو د تيرکال دکب  په مياشت په دغې  ايجنسۍ  هم عمليات پيل کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته