کابل باختر دليندى اوولسمه :
په بادغيس ولايت کې پرون يوه سړى خپل ورور په ډزو سره وواژه .
دبادغيس دولايتي شورا مرستيال فريد اخيزي دباختر اژانس خبريال ته وويل دملا شاه محمد او محمد يوسف په نومونو دوو ورونو چې دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ دقرچغي دکلي اوسيدونکي دي ناندرې ووهلې او وروسته مشر ورور خپل کشر ورور محمد يوسف دکلاشينکوف په ډزو سره وواژه .
قضيه دپوليسو تر څيړنې لاندې ده .
15 د یوې دقیقې څخه لږ