سیاست

په يمن کې دحوثيانو دلنډمهال حکومت اوپارلمان جوړول

صنعا نيوزنو باختر د  سلواغې دمياشتې  ١٩ :
په يمن کې حوثيانو  ددغه هېواد پارلمان ړنګ کړى دى او ويلي يې دي  چې په يمن کې  لنډمهال  حکومت او پارلمان جوړوي . يمني مقاماتو دا کار يوه کودتا بللې ده.
دملګروملتودسازمان امنيت شورا وايي  چې له دې پلوه سخته انديښنه لري.
دامنيت شورا چې پنځلس غړي لري دغه راز له نظر بند څخه ديمن دجمهور رييس  ، صدراعظم  اودکابينې دنورو غړو  دآزادۍ غوښتنه کړې ده.
له هغه وروسته چې حوثيانو ديمن دجمهوري رياست ماڼۍ ونيوله  ددغه هېواد جمهوررييس او صدراعظم  استعفى وکړه او همدا اوس په خپلو کورونو کې  نظر بند دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته