امنیت

يوه ډله وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر د ثور  دريمه :
د دولت د وسله والو مخالفينو يوه اووه کسيزه ډله  په هرات ولايت کې  د سولې له بهير سره  يوځاى شوه .
دغه کسانو  چې دپښتون زرغون او دکرخ په ولسواليو کې حکومتي ضد  فعاليتونه ترسره کول  دپښتون زرغون ولسوالۍ  د امنيې قوماندانۍ  دهلوځلو په نتيحه کې نن  خپلې وسلې  په ځمکه کيښودې او دسولې له بهير سره  يوځاى شول .
د هرات  ولايت مرستيال اوسرپرست  محي الدين نوري سوله او ديو بل منل يې  دهېواد  له اوسنيو ستونزو څخه دوتلو يواځنۍ لاره  وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې نور هغه کسان  چې د دولت  سره په مخالفت کې دي  له موجود فرصت څخه استفاده وکړي  او  عادي ژوندانه ته  راستانه شي .
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب انصاري هم  ددغې ډلې پيوستون  دپښتون زرغون او دکرخ  د ولسواليو دامنيت دښه والي په لاره کې  مثبت ګام وباله او ويې ويل  د سولې له بهير  سره  د دغو کسانو پيوستون کولاى شي  چې په دغو ولسواليو کې  امنيت  ډير ښه کړي .
د  هرات  د سولې  د شورا ريېس  غلام سرور هم  ژمنه وکړه چې دغه شورا د سولې له بهير سره  يوځاى شويو کسانو ته به  دتوان تر پولې پورې  دکار زمينه برابره کړي .
دغې ډلې  اووه ميله ډول ډول وسلې  او اته  لاسي بمونه هم  دهرات ولايت  امنيې قوماندانۍ ته سپارلي دي .ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته