کابل/ دکب٧مه / باختر
په هرات کې د کرونا په ويروس د څلورو مشکوکو کسانو د کتنو پايلې ښيي چې دوى په کرونا اخته نه دي .
دغه دوې ښځې او دوه نارينه نوي له ايران څخه هرات ته راستانه شوي چې د دوى په بدن کې د تبې له کتنې وروسته قرنطين شول.
د دوى د وينې او مايعاتو نمونې د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوې وې .
د هرات دعامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا باختراژانس ته وويل چې د روغتيايي کتنو وروسته روښانه شوه چې دغه څلور تنه دکرونا پر ويروس اخته نه دي .
دا په داسې حال کې ده چې هرات په افغانستان کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه ثبته کړه .
د هرات د عامې روغتيا رييس وايي چې د کرونا پر ناروغۍ د اخته وحيد د درملنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
هغه وويل: د کرونا له امله د مړينې کچه ډېره ټيټه ده، خوبيا هم خلک بايد له لاس ورکولو او روغبړ څخه ډډه وکړي او هره ورځ لاسونه پر صابون ومينځي او له ماسک څخه استفاده وکړي .
په هرات کې د کرونا د مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته په دغه ولايت کې بيړنى حالت اعلام شو .
په هرات کې د قرنطين او د کرونا ناروغۍ د درملنې مرکز جوړ شوى او دغه ولايت ته د هوا او ځمکې له لارې له نويو داخل شويو کسانو څخه کتنې دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم