امنیت

ديوه خصوصي موټر چلوونکى ټپي او يو ماشوم وتښتول شو.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
ناپيژاندو وسله والو کسانو نن دکابل ښار دخيرخانې مينې په ساحه کې يو موټر چلوونکى ټپي کړ او يو ماشوم يې وتښتاوه .
دباختر آژانس دخبر له مخې :پيښه نن سهار په اووه نيمو بجو دکابل ښار دقلعه نجارانو د مارکيټ په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو کسانو ديو ماشوم دتښتولو نيت درلود خود موټر چلوونکي له مقاومت سره چې په يو خصوصي ښوونځي پورې اړه لري ،مخامخ شول وسله والو کسانو په موټر چلوونکي ډزې وکړې او ماشوم يې وتښتاوه .
دکابل دپوليسو يوه خبرځاى چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډ ډه وکړه دغه پيښه تاييد کړه او دجزيياتو له ورکولو څخه يې ډ ډه وکړه .
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې کابل ښاريان دهيواد په پايتخت کې دجنايي پيښو د زياتوالي له امله انديښنه لري او په دې لاره کې دپوليسو د زياتو اقداماتو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته