اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې ١٦ ډالره کمښت راغلى دى

کابلباخترد وږي د مياشتې١٨
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت ١٦ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٧١ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  په ١٢٥٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٤٥٠ افغانيو، مصري په٢٥٠٠، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته