پلخمري باختر دغويي دمياشتې ٢٣ :
د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې د اوبو د بند پروژه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس فضل الحق اندرابي باختر آژانس ته وويل چې د ٧٥ مترو په اوږدوالي، پنځو مترو په سور او د درېو مترو په پريړوالي دغه بند په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.
ده وويل چې دغه بند د سيلاو په وړاندې خاص مقاومت لري او کابو دوه زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي .
دغه پروژه د نږدې درې سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
ده زياته کړه چې د سربندونو د جوړولو په ګډون څلورنورې پروژې د پل حصار او خنجان په ولسواليوکې بشپړې شوې دي او په پلخمري ښارکې د يوه ښوونځي د جوړولو کار دوام لري.
1 1 دقیقه لوستل