امنیت

دهيواد دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
په لسګونو وسله والو طالبانو ته تيره شپه په غزني ولايت کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې مرګ ژوبله واوښته.
دغزني ولايت امنيه قوماندان امين الله امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل امنيتي ځواکونو د طالبانو له شتون څخه دغزني ولايت دسيمو دپاکولو په خاطر ګډ عمليات ترسره کړل.
ده زياته کړه : په دغو عملياتو کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوې دي.
ده څرګنده کړه : په دغو عملياتو کې د دښمن زياتې وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته